۰

طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی

دوشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
وسله والو طالبانو د راتلونکي کوچیني اختر په ۳ ورځو کې په ټول هېواد کې د اوربند اعلان کړی وايي، پر حکومتي ځواکونو به بریدونه نه کوي.
طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی
وسله والو طالبانو د راتلونکي کوچیني اختر په ۳ ورځو کې په ټول هېواد کې د اوربند اعلان کړی وايي، پر حکومتي ځواکونو به بریدونه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو له لوري په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالب جنګیالي دې د اختر په ورځو کې په مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي، خو که مقابل لوري برید وکړ نو طالبان دې له ځانه کلکه دفاع وکړي.

د طالب ویاندویانو نعیم وردګ او ذبیح الله مجاهد په جلا ټوېټونو کې ویل شوي، چې طالب جنګیالې دې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته نه ځي او دغه راز دې د مقابل لوري کسان هم په خپلو سیمو کې نه پرېږدي.

افغان حکومت  تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې د طالبانو له خوا د اوربند اعلان په ورته ګام سره بدرګه کړی و.

طالبان دا اوربند پر داسې مهال اعلانوي، چې له څو اونیو راهیسې، په هلمند، کندهار، فراه، غزني، بغلان، هرات، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي