زابل کې پر مسافر وړونکي بس موټر چاودنې ۲۵ تنه وژلي

20 ثور 1400 ساعت 8:58

راپورونه او سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، د کابل – کندهار پر لویه لار د زابل ولایت اړوند سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورونه او سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، د کابل – کندهار پر لویه لار د زابل ولایت اړوند سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه تېره شپه (د غوايي ۱۹مه) د زابل ولات په شهر صفا ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي بس موټر شوې ده.

ویل کېږي دغه مسافر وړونکی بس موټر چې د مېرویس نېکه ټرانسپورتي شرکت اړوند دی له کابله – کندهار ته پر لار و، چې زابل کې پرې چاودنه شوې.

لومړي راپورنه وايي، په دغه چاودنه کې کابو ۲۵ تنه مسافر وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس لعل محمد توخي هم تایید کړې، چې د پېښې له ځایه لسګونه جسدونه او ټپیان وروړل شوي خو وايي، کره ارقام به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
 
په ورته وخت کې سرچینې وايي، ځېنې ټپیان د درملني په موخه د کندهار مېرویس حوزوي روغتون ته هم انتقال شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138786

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com