۰

د افغان پوځ یوې چورلکې کندهار کې بېړنۍ ناسته کړې

دوشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۸
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوه چورلکه په کندهار کې د خرابې هوا له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.
د افغان پوځ یوې چورلکې کندهار کې بېړنۍ ناسته کړې
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوه چورلکه په کندهار کې د خرابې هوا له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د غوايي ۲۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه پېښه تېره شپه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي د پوځ MD-530 د شپې یوه بجه د خرابې هوا له امله د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوې ده.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په پېښه کې دواړو پیلوټانو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي