۰

دفاع وزرات بغلان کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

دوشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
ملي دفاع وزارت وايي، بغلان ولایت کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې ۲۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزرات بغلان کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی
ملي دفاع وزارت وايي، بغلان ولایت کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې ۲۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غوایي ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د طالبانو پر غونډو بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي بریدونو کې ۱۵ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت دا هم وايي، په برید کې د طالبانو یو پتنځایو ۷ میله ډول ډول وسلې او دوه خځې هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښتې زیاتې شوې، چې یو له دغه ولایتونو بغلان هم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي