امریکا او پاکستان پر افغانستان خبرې کړې

27 ثور 1400 ساعت 10:07

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلېنکن او قریشي خبرې تېره ورځ شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې پر اساس د افغانستان پر اوسني وضعیت راڅرخېدې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، د تلپاتې اوربند پر اعلان او سیاسي حل لارې ته د رسېدو په موخه له اوسني فرصت پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی.

خبرپاڼه وایي، قریشي زیاته کړې چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته رسېدل د ټولو مسولیت دی او بهرني ځواکونه هم باید په مسوولانه ډول له دې هېواده ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې تر درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا تاوتریخوالي زور اخیستی چې پر مهال یې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138890

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138890/

جمهور
  https://www.jomhornews.com