۰

قطر له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخوي

دوشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۵
افغانستان کې د قطر سفیر ویلي هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي، سوداګریزه او سیاسي اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دي.
قطر له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخوي
افغانستان کې د قطر سفیر ویلي هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي، سوداګریزه او سیاسي اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر سعد بن مبارک دغه څرګندونې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي مبارک ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او دغه راز هڅه کوي په افغانستان کې د پانګونې له لارې له افغانانو سره د ودې او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه کې ښاغلي مبارک ټينګار وکړ، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده، نو باید پراختیا ومومي.

په ورته وخت ښاغلي اتمر هم قطر د افغانستان ښه ملګری هېواد بللی ویلي یې دي، چې د سولې په برخه کې د دغه هېواد مرستې خورا مهمې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د اړیکو د لا پراختیا لپاره به نوې هوکړې رامنځ ته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي