امریکايي رسنیو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن او دفاع وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړي، چې امریکا به له دې وروسته له لرې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ملي رادیو این پي آر پرون دوشنبې ویلي، امریکا غواړي له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته له لرې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا ملي رادیو زته کړې، چې ولسمشر جوبایډن او دفاع وزارت چارواکو د افغان ځواکونو د ملاتړ جزیات نه دي په ډاګه کړي، خو بایډن په وروستیو کې د کانګرېس د دواړو جرګو ګدې غونډې ته ویلي«موږ به له لرې د دوی (افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو) سره مرسته جاري وساتوي.»
ورته څرګندونې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن هم تازه په یوه خبري غونده کې کړې او دغه راز د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي هم ویلي، چې دوی به په یو ډول افغان ځواکونو ته مرستې رسوي.
د یادونې ده، چې له افغانستان څخه د امریکا او نورو ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې او ښايي په څو میاشتو کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
که څه هم امریکا له افغانستانه ځواکونه باسي خو ټینګار یې کړي، چې د باندې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، تجهیز او تمویل ته دوام ورکوي.
دا چې امریکا به لرې څه ډول د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، جزیات یې نشته خو ښايي دغه ملاتړ په قطر کې د امریکا له پوځي اډې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل