دفاع وزارت: زابل کې ۲۲ او فاریاب کې ۱۹ طالبان وژل شوي

28 ثور 1400 ساعت 9:44

ملي دفاع وزرات زابل او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د ۵۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات زابل او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د ۵۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک د زابل په ارغنداب او شاجوی ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د اختر په نوم سرګروپ په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو درې خڅې، یو پتڼځای او یوه اندازه وسلې، مهمات او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

بل خوا ۲۰۹ شاهین قول اردو فاریاب ولایت کې د دوه ولسوالانو، څلورو قوماندانانو او درې پاکستاني وګړو په ګډون د ۳۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

دغه قول اردو په یوه خبرپانه کې ویلي، چې افغان هوايي ځواک د فاریاب پښتون کوت ولسوالۍ په خواجه ناموسي سیمه کې د طالبانو پر یوه مهمه قرارګاه هوايي برید کړی دی.

خبرپاڼه وايي، په دغه برید کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي، چې د المار لپاره د طالبانو ولسوال زین الله مشهور په خالد، د بالا مرغاب لپاره ولسوال نور الحق، د اندخوی لپاره د نظامي کمېسیون مسوول ملا اسدالله ترکمن، یو سرګروپ ملا ریحان او درې پاکستاني اتباع هم شامل دي.

همدارنګه خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې همدې هوايي برید کې د فاریاب لپاره د طالبانو د نظامي مسوول ملا شعیب په ګډون ۱۵ طالبان ټپیان شوي هم دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپانه وايي، په عملیاتو کې د طالبانو ۱۸ عرادې وسایط، چې موټر او موټرسایکلونه دي له منځه وړل شوي او دوه شکمن کسان نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138922

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138922/

جمهور
  https://www.jomhornews.com