بغلان کې د طالبانو بریدونه مات او ۲۵ تنه وژل شوي

28 ثور 1400 ساعت 12:19

 ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو بغلان کې د طالبانو بریدونه مات او په جګړه کې یې  ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو بغلان کې د طالبانو بریدونه مات او په جګړه کې یې  ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د غوايي ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو نن سهار وختي له څلورو خواوو په مرکزي بغلان باندې ډلیز بریدونه پیل کړل.

دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې هوايي ملاتړ یې هم درلود د طالبانو بریدونه سخت مات او هغوی یې په شاه وتمبول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې عملیاتو او جګړه کې د یوه مهم قوماندان زرقاوي په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، په جګړه کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او په سیمه کې عملیات لا هم دوام لري.

دفاع وزارت خپل لوري ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138933

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138933/

جمهور
  https://www.jomhornews.com