۰

خوست کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي

سی شنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۷
ځايي امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو خوست کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
خوست کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
ځايي امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو خوست کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د غوايي ۲۸مه) د خوست ولایت د متون په رش کلي کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، وسله والو په یاده سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي، چې یو ماشوم هم په کې دی وژلي دي.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو علت نه دی معلوم او ځايي خلک وايي، دغه کورنۍ له هېچا سره دښمني نه درلوده او نه یې هم حکومت کې دنده درلوده.

ځايي اوسېدونکو له حکومت د پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه د دې قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي