۰
محب:

امریکا له افغانستان د ځواکونو ایستلو کې بېړه وکړه

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې بېړه وکړه.
امریکا له افغانستان د ځواکونو ایستلو کې بېړه وکړه
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې بېړه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب له سي بي اس تېلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی دا ښه ګڼله چې امریکايي ځواکونه څو کاله وروسته له افغانستانه وتلی واي.

ځکه په وینا یې هغه مهال به افغان ځواکونو ټولې هغه وړتیاوې چې ورته اړتیا ده پورې کړې واي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې غړو هم تازه تر راتلونکي سپټمبر له افغانستان د پاتې ځواکونو د اېستلو لپاره د ولسمشر بایډن پر پرېکړه ژوره اندېښنه ښودلې وايي، دا وتل به د کورنۍ جګړې او ګډوډۍ سبب شي.

دې کمېټه کې مهم جمهوریپال استازي مایکل مککانل چې له افغانستان د ځواکونو پر وتلو نیوکه کوي ویلي، شونې نه ده طالبان پر هغو ژمنو ودرېږي چې د ۲۰۲۰ کال فرورۍ کې یې مشرانو د امریکا د هغه وخت حکومت له استازو سره خبرو کې کړې دي.

دغه امریکايي سناتور زیاته کړې، تقریبا داسې ښکاري چې طالبان د ځواکونو له وتلو وروسته هڅه کوي دا هېواد ونیسي او د سپټمر ۱۱ تر پېښو پخواني حالت ته یې ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي