هلمند کې ماین چاودنې ۱۱ ملکي وګړي وژلي دي

30 ثور 1400 ساعت 9:00

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د هلمند ولایت د مرکز لښګرګاه اړوند د بشران په سیمه کې د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې ده.

ځايي امنیتي مسوولین وايي، د ولسي وګړو سراچ موټر د نادعلي ولسوالۍ له ناقل آباد سیمې لښکرګاه ته په لار و، چې د بشران په سیمه کې پرې د سړک د غاړې خښ ښوي ماین چاودنه کړې.

د امنیتي چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، ماین طالبانو خښ کړی و خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 138993

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com