د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زملي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان به یا سوله غوره کوي او یا جګړه ځکه له دوه انتخابونو د یوه حق لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دا څرګندونې د جرمني له شپیګل مجلې سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان بحران نظامي حل لار نه لري.
ده ویلي طالبان یې هم پوهولي، چې له نظامي لارې روانه جګړه نه شي ګټلای نو ځکه باید د جګړې پر ځای د سیاسي جوړجاړي او سوله وګړي.
دی وايي طالبانو هم له برېتانوي او جرمني استازو سره خبرو کې اعتراف کړیو چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري او سیاسي هوکړه کولی شي پای ته یې ورسوي.
دغه امریکايي استازي د افغان سولې په تړاو د استانبول کنفرانس د طالبانو لپاره هغه ازمېښت بللی چې په وینا یې معلومه به شي چې دا ډله د خبرو له لارې د روانې جګړې پای ته رسېدل غواړي که نه؟
خو وايي، طالبان دغه غونده کې له ګډون وړاندې غواړي بندیان یې خوشي او د مشرانو نومونه یې له تور لېست څخه وایستل شي.
خلیلزاد په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي هم اندېښنه ښودلې او د سولې خبرو د چټکتیا تر څنګ یې د تاوتریخوالي په کموالي هم ټيڼګار کړی دی.
د سیاسي مشرانو د پاشلتیا په اړه خبرداری:
خلیلزاد په دې مرکه کې د سولې په تړاو په افغانستان کې د سیاسي مشرانو پر اجماع، یووالي او یوه خوله کېدو باندې هم تينګار کړی دی.
نوموړي د اندېښې تر څنګ خبرداری ورکړی، چې که سیاسي مشران یوه خوله نهشي او هر یو یې د ۹۰مې لسیزې په څېر جلا لار غوره کړي، دا به طالبانو ته هم زمینه برابره کړي چې د نظامي لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي.
د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې وړاندې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کېمټې ته خبرو کې هغه اندېښه بې ځایه بللې چې طالبان به حکومت نسکور او کابل به ونیسي.
خلیلزاد ویلي دوی په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي په لټه کې دي، خو په وینا یې که طالبان د روز له لارې د واک تر لاسه کولو لټه کې شي او ټینګار وکړ، نو منزوي او د سیمه ییزه او نړیوالو مخالفتونو او بندیزونو سره به مخ شي.
د امریکا استازي خلیلزاد واک ته د طالبانو د نه رسېدو یو بل علت دا په ګوته کوي، چې پاکستاني چارواکو داسې یو سند لاسلیک کړی چې پر بنسټ، د امارت د بیا راتګ مخه نیول کېږي او افغانستان کې واک د سیاسي لارې لېږدول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل