۰

تخار کې د هاوان مرمۍ یو ماشوم وژلی او دوه تنه یې ټپیان کړي

شنبی ۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ پرېوتې چې له امله یې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ پرېوتې چې له امله یې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د غوايي ۳۱ مه مازیګر مهال د مرکز اړوند پل شش متره سیمه کې د تخار – کندوز پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، د هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې، چې له امله یې یو اته کلن ماشوم وژل شوی، یوه مېرمن او یو بل ماشوم تپیان شوي دي.

اسیر وايي، هاوان طالبانو توغولی و خو طالبانو تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي