۰

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې

شنبی ۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۷
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د افغانستان او سوریې په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د افغانستان او سوریې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه تلېفوني خبرو کې بلېنکن او اوغلو پر دوه اړخیزه همکاریو، افغانستان او سوریه کې پر ګډو ګټو خبرې وکړې.

د افغانستان په اړه د بلېنکن او اووغلو د خبرو جزیات نور نه دي په ډاګه شوي، خو ښايي د افغان سولې او په ترکیه کې د سولې په تړاو جوړېدونکې غونډې په اړه هم سره غږېدلي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې تلېفوني مکالمه کې د ناټو له متحدینو، ترکیې او یونان څخه د امریکا د ملاتړ پر دوام هم خبرې وشوې.
  
د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څو ورځې وړاندې د روسيې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم پر افغان سوله او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.

که څه هم د دغه خبرو جزیات هم په ډاګه نه شول خو د روسېې د بهرنیو چارو وزیر دومره ویلي و، چې دوی د یوه خپلواک، یوموټي او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي او د سولې په برخه کې همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي