کابل کې یو ځوان غلو وژلی دی

1 جوزا 1400 ساعت 10:33

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو ځوان د غلو له خوا وژل شوی دی.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو ځوان د غلو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند مکروریانو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز تاییدوي، چې غلو د مسعود په نوم یو ځوان په مکروریانو سیمه کې وژلی دی.

دی وايي، پېښه جنايي ده، چې په اړه یې څېرنې روانې دي او پولیس هڅه کوي، قاتل وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139035

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139035/

جمهور
  https://www.jomhornews.com