دفاع وزرات د ۱۴۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی

1 جوزا 1400 ساعت 11:15

ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې ۱۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې ۱۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د غبرګولي اوله خپره کړې خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، لغمان، وردګ، لوګر، سرپل، بلخ، بغلان، تخار او هلمند هغه ولایتونه دي، چې په تېره شپه ورځ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې په کې رامنځ ته شوې دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې نښتو او عملیاتو کې ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت په عملیاتو ې د طالبانو د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو او دغه راز د ۳۴ کړۍ ډول ډول ماینونو د له منځه وړولو خبر هم ورکړی دی.

ملي دفاع وزارت په جګړو کې د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهور خبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com