۰

امینت شورا: طالبانو د سیمو د نیولو په نوم چور ته زمینه برابره کړې

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۹
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو په جګړې او د سیمو د نیولو په نوم د عامه تاسیساتو ورانولو او جور ته زمینه برابره کړې ده.
امینت شورا: طالبانو د سیمو د نیولو په نوم چور ته زمینه برابره کړې
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو په جګړې او د سیمو د نیولو په نوم د عامه تاسیساتو ورانولو او جور ته زمینه برابره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د یادې شورا ویاند رحمت الله اندړ رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې کړې وايي، طالبانو د جګړې پر شدت تمرکز کړی دی.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« طالبانو د خپل زور مطابق هر وخت د جګړې پر شدت تمرکز کړی دی او بیا بیا یې د سیمو د نیولو په نامه هلته چور او چپاول ته زمینه سازي کړې ده.»

د ملي امنیت شورا په ورته وخت کې ټینګار کړی چې افغانستان به نور د ترورېزم ځاله نه شي او طالبانو ته به خپله غلط فهمي ګرانه تمامه شي.

اندړ وايي، افغان امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې دفاع ته په مېړانه ولاړ دي او هیڅ څوک دلته د زور او جبر حکومتداري نشي کولای.

د امنیت شورا ویاند وايي، نړیوالو د افغان ځواکونو ملاتړ نه دی پریښی او د پوځي روزنې او مالي ملاتړ چارې د پخوا په څېر روانې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په لغمان او وردګو کې د افغان ځواکونو ځینې پوستې د طالبانو لاس ته ولوېدې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي تصویرونو کې ښودل کیږي‌ چې ځینې خلک د افغان ځواکونو له پوستو او تاسیساتو څخه وسایل «چور» کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي