راشد خان:د نړۍ مشران دې په سیمه کې سوله راولي

2 جوزا 1400 ساعت 7:39

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د کرکټ د نننۍ نړۍ ستوري راشد خان آرمان په افغانستان او فلسطین کې پر جګړو او وژنو خواشني څرګنده کړې ده.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د کرکټ د نننۍ نړۍ ستوري راشد خان آرمان په افغانستان او فلسطین کې پر جګړو او وژنو خواشني څرګنده کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خان د نړۍ پر مشرانو غږ کړی، چې نور په سیمه کې د سولې لپاره کار وکړي او سوله راولي.

ښاغلي خان په خپل ټوېټر لیکلي« زه دا نور نه شم لیدلی، هره ورځ په فلسطین او افغانستان کې ماشومان وژل کېږي، موږ ته پکار ده چې د هغه څه لپاره ودرېږو هغه څه چې سم دي.»

راشد خان ویلي، سیاستوال نه دی، په جنګ کې رالوی شوی او په وېره کې د ماشومانو د رالوېېدو په اړه ښه پوهېږي نو ځکه د نړۍ پر مشرانو غږ کوي، چې په سیمه کې سوله راولي.

د یادونې ده، چې راشد خان آرمان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هغه پیاوړی لوبغاړی دی، چې په نړۍ کې شهرت لري او مینه وال یې میلیونونو کسانو ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139049

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139049/

جمهور
  https://www.jomhornews.com