امریکا کې مېشت لسګونو افغانانو د افغان جګړې پر ضد لاریون وکړ او په افغانستان کې یې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریونوالو د پاکستان ضد شعارونه ورکول ویل یې پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه په په افغانستان کې نیابتي جګړې مخ ته بیاي.
لاریونوال چې د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شوي و، ویل یې نور په خپله خاوره کې د پردیو جګړې او نظامي سیالۍ نه غواړي او له نړیوالو غواړي، چې د نیابتي جګړو ټغر نور ټول کړي.
دوی ټینګار وکړ، چې دا دې نړیوالو مسوولیت دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي او نور په افغانستان کې د نیابتي جګړو مخنیوی وکړي.
لاریونکوونکو د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ خو تر څنګ یې د دې غوښتنه یې وکړه، چې د سرتېرو د وتلو دا لړۍ باید مسوولانه وي.
دوی پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له جګړو لاس په سر شي او په دې توګه پردیو ته د جګړې برابره شوې زمینه له منځه یوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل