۰

کونړ کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی دی

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
د ملي امنیت سیمه ییزه چارواکو کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د درې تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
کونړ کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی دی
د ملي امنیت سیمه ییزه چارواکو کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د درې تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د ملي امنیت ریاست نن یکشنبې د غبرګولي ۲مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د سرې قطعې وژل شوی قوماندان قاسم نومېږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاسم او دوه نور ملګري یې د شلتن ولسوالۍ د للم کڅ په سیمه کې له خلکو د عشر او ذکات په راټولولو بوخت و، چې 04 قطعې پرې عملیات کړي دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې قاسم او دوه ملګري یې وژل شوي او یو بل ملګر یې ژوندی نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي