کرزی:

افغانستان کې د روانې جګړې تر شاه د پاکستان او امریکا لاس دی

2 جوزا 1400 ساعت 10:33

پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان او امریکا دواړه په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا دي.


پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان او امریکا دواړه په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له شپیګل سره په مرکه کې ویلي، امریکا په تېر ۱۹ کلن ماموریت کې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د جګړې له دواړو لورو ملاتړ کړی دی.

نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې له افغان حکومت نظامي ملاتړ کاوه خو له پاکستان یې هم ماليمرستې کولې، په داسې حال کې دغه هېواد د طالبانو تر ټولو ستر ملاتړی و.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، چې امریکا د دې تر څنګ افغانستان کې په خپلو هوايي بریدونو کې ګڼ افغانان وژلي او کلي یې وران کړي دی.
 
پخوانی ولسمشر وايي، اوس هم پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا ولاړ دی او لا هم افغانستان ته بمونه او وسلې رالېږي.

ده ویلي«دلته د پاکستان او نورو هېوادونو د ګټو جګړه روانه ده او د دې اړتیا ده چې نړیوال ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوي.»

ښاغلي کرزي پاکستان ته په خطاب کې زیاته کړې، چې په جګړو او وژلو خپلو موخو ته نه شي رسېدلی او افغانان به د هر ډول دسیسو پر وړاندې مقاومت وکړي.

حامد کرزي تمه ښودلې چې طالبان د سولې په روانه پروسه کې له افغانانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه دې ختمه کړي او افغانان دې په خپلو کې سره یو لاس شي.

 پخواني ولسمشر ټینګار کړي، چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان جګړې ته مذهبي رنګ ورکول نه دي په کار، ځکه د پردیو د ګټو جګړه ده او تر هغه به دوی د جګړې ملاتړ کوي چې ګټې یې نه وي خوندي شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com