۰
شمیم کتوازی:

د بهرنیو په وتلو ډېری طالبان پوه شوي چې جګړه یې نور مشروعیت نه لري او وسله یې اېښې

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۲
د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی وايي، د بهرینو ځواکونو په وتلو سره ډېری طالبان په دې پوه شوي، چې نور یې جګړه مشروعیت نه لري.
د بهرنیو په وتلو ډېری طالبان پوه شوي چې جګړه یې نور مشروعیت نه لري او وسله یې اېښې
د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی وايي، د بهرینو ځواکونو په وتلو سره ډېری طالبان په دې پوه شوي، چې نور یې جګړه مشروعیت نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کټوازي چې نن یکشنبې د غبرګولي ۲ مه کابل کې د قومي مخورو عالي شورا په پرانست غونډه کې وینا کوله و ویل، چې ډېری طالبانو اوس له جګړې لاس اخیستی دی.

ښاغلي کټوازي لومړی د قومي مخور شورا د رامنځ ته کېدو په اړه معلومات ورکړل، چې په وینا یې په دریو برخو کې به له حکومت، د سولې عالي شورا او ولسونو سره کار کوي.

د هغه په وینا د یادې شورا لومړی کار حکومت او د سولې عالي شورا ته د سولې او ملي منافعو په برخه کې د سلا مشورو ورکول، په دویم قدم کې حکومت او چارواکو ته د ولس ستونزې، مشکلات، غوښتنې او اواز رسول او په درېیم قدم کې د ولسونو او قومونو تر منځ د جرګو له لارې د شخړو او ستونزو هوارول دي.

نوموړي د یادې شورا رامنځ ته کېدل په اوسنیو شرایطو کې خورا ګټور اقدام وباله ځکه په وینا یې افغانستان په دې اوسنیو حساسو شرایطو کې تر بل هر څه د قومونو او ولسونو یوالي او اتفاق ته اړتیا لري.

کټوازي د خبرو په پای کې د سولې پروسې ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې حکومت په هېواد کې تل پاتې سولې او ثبات ته ژمن دی او په دې لار کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

دی وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ سره د طالبانو د جګړې هغه مشروعیت چې په وینا یې دوی د بهرنیانو پر وړاندې جهاد کوي هم له منځه تللی او اوس ډېری طالبان پر دې پوه شوي دي.

شمیم خان کټوازي و ویل چې د بهرنیانو د وتلو لړۍ له پیل سره د طالبانو د جګړې وروستۍ ادعا، چې جهاد کوي هم ختمه شوې ده او ډېری طالبان پر دې اوس پوه شوي دي.

ده زیاته کړه«موږ ته معلومات راځي، چې په یو شمېر ولایتونو کې ډېری طالبان پر دې پوه شوي، چې نور یې جګړه مشروعیت نه لري، نو ځکه یې وسله ایښې او جګړه یې پرېښې ده.»

د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وايي، د قومي مخور د شورا یوه بله دنده دا هم ده، چې له دې وروسته به ولسوالیو، کلیو او بانډو ته ځي او هغه طالبان په دې حقیقت پوهوي، چې نور بهرنیان په وتو دي او د دوی جګړه مشروعیت نه لري.

دا لومړی ځل دی، چې یو لوړ پوړی دولتي چارواکي وايي، چې د بهرنیانو په وتلو سره ډېری طالبان په دې پوه شوي، چې جګړه یې نور مشروعیت نه لري او وسله یې ایښې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي