فاریاب کې د جنبش ګوند پلويان د والي د ټاکلو لپاره ټاکنې پیل کړې

2 جوزا 1400 ساعت 11:35

د مصالحې عالي شورا مرستیال او د جنبش ګوند فعال غړی، عنایت الله بابر فرهمند وايي، د فاریاب خلک د دغه ولايت لپاره د نوي والي د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کوي.


د مصالحې عالي شورا مرستیال او د جنبش ګوند فعال غړی، عنایت الله بابر فرهمند وايي، د فاریاب خلک د دغه ولايت لپاره د نوي والي د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فرهمند په خپل ټوېټر پاڼه ویلي، نن (یکشنبې د غبرګولي ۲مه ) په فارياب کې د مدني ټولنې غړي، مېرمنې، علما، ځوانان او د پوهنتون محصلین راټول شوي چې د ياد ولایت لپاره د ټاکنو له لارې والي وټاکي.

بابر فرهمند زیاته کړې، په دغه ټاکنو کې څلور کسان نوماندان دي، چې يو به يې د والي په توګه وټاکل شي او بیا به یې وړاندیز د منظورۍ لپاره ولسمشر ته ولېږل شي.

فاریاب کې د والي لپاره د ټاکنو لړۍ پر داسې مهال پیلېږي، چې د دغه ولایت یو شمېر خلکو او جنبش ګوند پلویانو د ولسمشر غني له خوا د ورلېږل شوي والي محمد داود لغماني سره مخالفت څرګند کړ.

دوی له تېرو څو ورځو راهیسې په لاریون لاس پورې کړی او ولایت ته د والي په ورتګ سره د والایت ودانۍ په شمول د یو شمېر دولتي ودانیو دروازې وتړلې.

ویل کېږي والي اوس په قول اردو کې اوسي او له هغه ځایه د ولایت چارې مخ ته بیايي.

خو تازه د جنبش ګوند پلويانو د ولسمشر له خوا ټاکل شوي والي محمد داود ته درې ورځې وخت ورکړی چې د ياد ولايت څخه ووځي، کنه په زوره به يې وباسي.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139073

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139073/

جمهور
  https://www.jomhornews.com