د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي، چې له هېواد سره یې یې د پراخ سترتېژیک مشارکت داسې تړون لاسلیک کړي، چې افغانستان ورسره ونغاړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه غوښتنه د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د اسیا- پسفیک د فرعي کمېټې غړیو ته په انلاین غونډه کې مطرح کړې.
نوموړي ویلي، د امریکا او پاکستان ترمنځ داسې پراخ ستراتیژیک مشارکت ته اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ګټې څاري او خوندي کوي.
قریشي ویلي، دا ډول مشارکت به د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي او دغه راز به په جنوبي اسیا کې د دوو هیوادونو ګډې ګټې وساتي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د استازو جرګې غړیو ته وړاندیز وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره دې دا ډول منظم تماسونه جاري وساتي چې د سیمې له حالاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان له تحولاتو هغوی خبر وساتي.
جمهورخبري آژانس:کابل