۰

امریکا کې وسله وال برید ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۸
راپورونه وايي، د امریکا په اوهایو ایالت کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امریکا کې وسله وال برید ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وايي، د امریکا په اوهایو ایالت کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي یوه وسله وال کس په یوه نایټ کلپ کې پر ناستو کسانو ډزې کړې، درې ته یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د اوهایو پولیس وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دي.

تر اوسه د برید لامل نه دی معلوم، بریدګر له سیمې پښې سپکې کړې او پولیس یې په لټه کې دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په سلګونه ورته نورې پېښې هم امریکا کې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي