۰

بغلان کې اته تنه نظامیان د طالبانو له زندانه راخوشي شوي

دوشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۵
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو بغلان لایت کې د طالبانو یو زندان مات او اته تنه نظامیان یې ترې راخوشي کړي دي.
بغلان کې اته تنه نظامیان د طالبانو له زندانه راخوشي شوي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو بغلان لایت کې د طالبانو یو زندان مات او اته تنه نظامیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۳ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د طالبانو دغه زندان یې د بغلان جدید ولسوالۍ کې مات کړی دی.

سرچینه وايي، کمانډو ځاکونو تېره شپه د بغلان جدید ولسوالۍ په عمر خېل کلي کې د طالبانو پر زندان چاپه و وهله او ۸ تنه نظامیان یې ترې راوخشي کړل.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بغلان کې د طالبانو زندان پر داسې مهال ماتېږي، چې له څو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي