۰
ولسمشرغني:

امریکا له افغانستانه مخ نه دی اړولی، ولس به هم د طالب پر ضد ودرېږي

دوشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره مرکه کې د افغانستان او امریکا تر منځ اوسنیو اړیکو ته په اشارې وايي، امریکا له افغانستان څخه مخ نه دی ګرځولی.
امریکا له افغانستانه مخ نه دی اړولی، ولس به هم د طالب پر ضد ودرېږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره مرکه کې د افغانستان او امریکا تر منځ اوسنیو اړیکو ته په اشارې وايي، امریکا له افغانستان څخه مخ نه دی ګرځولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا همکارۍ دوام لري او خبرې ورسره روانې دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې په دې ورستیو کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ورسره خبرې کړې دي.

ارګ چې له واشنګټن پوست سره د ولسمشر غني د مرکې ځینې برخې خپرې کړې ولسمشر غني د سولې په اړه هم څرګندونې کړې دي.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د ولسمشر له قوله یې ویلي که طالبان سوله ونه کړي، نه یوازې افغان پوځ بلکې، ټول افغان ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.

ولسمشر له دغه ورځپاڼې سره د افغانستان د وضعیت له کنټروله وتو په اړه هم ځینې څرګندونې کړې ویلي یې دي، که وضعیت له کنټروله ووځي، د امریکا کورنی امنیت به هم له ګواښ سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې لوړ پوړو امریکايي نظامي چارواکو هم ویلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه به دوام ولري او امریکا د افغانستان وضعیت له لرې څاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي