۰

دفاع وزرت: لغمان کې له ۱۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۸
ملي دفاع وزارت لغمان کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۰۰ زیات وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزرت: لغمان کې له ۱۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت لغمان کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۰۰ زیات وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د لغمان په مرکز، الینګار او عليشنګ ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي.

سرچینه زیاتوي، د عملیاتو مشري د پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیا په غاړه ده، چې په کې د مخکښو قوماندانو په ګډون لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپانه وايي، دغه عملیاتو کې د مخکښ قوماندان زلمي په ګډون تر ۵۰ زیات طالبان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزرات وايي، ګډو افغان ځواکونو له مرکز مهترلام څخه تر الینګار پورې سیمې له طالبانو پاکې کړې او د عليشنګ په لور عملیات دوام لري.

د پوځ د لوی درستیز په مشري د افغان ځواکونو پراخ ځمکني او پوځي عملیات وروسته له هغې لغمان کې پیل شوي، چې طالبانو څو ورځې وړاندې دولت شاه ولسوالي ونیوله او په الینګار او علیشنګ کې هم یو شمېر پوستې د دوی لاس ته ولوېدې.

طالبانو پر دې سربېره پرون د ښار څنډو ته راورسېدل او له محبس سره جګړه روانه وه، خو د پوځي چارواکو او افغان کمانډویانو په رسېدو سره د طالبانو بریدونه په شاه وتمول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي