امریکا: د طالبانو تاوتریخوالی مو د وتلو مخه نه شي نیولی

3 جوزا 1400 ساعت 15:58

امریکا وايي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مخنیوی نه شي کولی.


امریکا وايي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مخنیوی نه شي کولی.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکايي ځواکونه به تر ټاکلې نېتې له افغانستان څخه ووځي.

جان کربي ویلي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې زیاتوالی د امریکا ځواکونو د وتلو بهیر مخنیوی نه شي کولي، بلکې تر ټاکلې نېټې به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر صفر ته راټیټ شي.

نوموړي په ټينګار سره زیاته کړې، افغان ځواکونه د دې وړتیا لري، چې له خپل هېواد او خاورې دفاع وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د امریکا مالي ملاتړ به د افغان ځواکونو تر شا دوامداره وي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com