۰

دفاع وزرات: هلمند کې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژل شوي

سی شنبه ۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژلي دي.
دفاع وزرات: هلمند کې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پرون دوشنبې د غبرګولي ۳ مه د هلمند د خانشین ولسوالۍ په پوپلزو سیمه کې هدفي عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د القاعده شبکې د هند نیمې وچې د څانګې ۱۳ غړي وژل شوي دي.

دفاع وزرات وايي، دغه کسانو د ماینونو په جوړولو کې یې مهارت درلود او سخت دریځو ته یې د دشپې لید په اړه روزنه ورکوله.

وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي