۰

لغمان کې د جګړې له امله دوه زره کورنۍ بې ځایه شوې

سی شنبه ۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
د کډوالو چارو سیمه ییز چارواکي وایي، لغمان ولایت کې د وروستیو پیل شویو جګړو له امله کابو دوه زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې.
لغمان کې د جګړې له امله دوه زره کورنۍ بې ځایه شوې
د کډوالو چارو سیمه ییز چارواکي وایي، لغمان ولایت کې د وروستیو پیل شویو جګړو له امله کابو دوه زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لغمان کې له تېرو څو اونیو راهیسې جګړې وې، خو له اختر وروسته دغه جګړې سختې شوې او څو ورځې وړاندې طالبانو دولت شاه ولسوالي ونیوه.

تر دولت شاه وروسته الیشنګ او الینګار کې هم جګړو زور واخیست ځینې سیمې طالبانو لاندې کړې او د ښار څندو ته یې ځانونه او جګړه وروسوله.

خو د جګړې له ګرمېدو سره سم د پوخ مشر جنرال یاسین ضیا او د ملي امنیت مرستیالان دغه ولایت ته له تازه دمه ځواکونو سره ولاړ او د طالبانو پر ضد یې پراخ عملیات پیل کړل.

افغان ځواکونو پر ښار د طالبانو د بریدونو کلکه مخه ونیوه، طالبان یې پر شاه وتمبول او ان په الینګارا و الیشنګ کې یې ځینې سیمې بېرته له طالبانو ونیوې.

افغان چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې تر ۱۲۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته، ګڼې وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلل او عملیات لا هم دوام لري.

د جګړې له شدت سره سم پر ملکي وګړو هم د ژوند کړۍ تنګه شوه او د ځان ژغورلو په موخه یې له یوې سیمې بلې ته تلل پیل کړل.

د لغمان د کډوالو مشر شاکرالله شاکر وایي، تر اوسه پورې د جګړو له امله له الینګار، الیشنک او دولت شاه ولسوالیو کابو دوه زره کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی سروې روانه ده، ژر به له دغه کورنیو سره مرسته وشي، چې له یو شمېر هغو سره یې مرسته شوې هم ده.

د یادونې دهو چې بې ځایه شوېو کورنیو د خپلو خپلوانو کورنو کې اړولي او ځینې بیا په میدان پاتې دي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي