۰

افغان ځواکونو هرات کې د طالبانو له زندان ۴۱ تنه راخوشي کړي

سی شنبه ۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۶
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو دا ځل په هرات ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۴۱ تنه یې ترې راخوشي کړي دی.
افغان ځواکونو هرات کې د طالبانو له زندان ۴۱ تنه راخوشي کړي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو دا ځل په هرات ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۴۱ تنه یې ترې راخوشي کړي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبط د غبرګوني ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو کمانډو ځواکونو تېره شپه د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ په مرواه سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه و وهله.

سرچینه وايي، په دغه چاپه کې د طالبانو زندان مات او د ۱۹ نظامیانو په ګډون ۴۱ تنه ملکي وګړي له دغه زندان څخه راخوشي کړل شول.

ملي دفاع وزرات وايي، په عملیاتو کې ۷ طالبان هم وژل شوي اویوه اندازه وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې هم د طالبانو یو زندان مات کړی او ۸ تنه نظامیان یې ترې راخوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي