د فراه ګمرک کې بیا اور لګېدلی

4 جوزا 1400 ساعت 11:34

سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت ګمرک کې بیا اور لګېدلی او زیان یې اړولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت ګمرک کې بیا اور لګېدلی او زیان یې اړولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اور نن سه شنبې د غبرګولي ۴ مه د ایران پولې ته څېرمه په ابونصر فراهي بندر کې لګېدلی دی.
 
د فراه ولایت ولایتي شورا غړي، شاه محمد نعیمي وايي، د سوند توکو څخه ډک یو ټانګر لومړی چپه شوی او بیا یې اور اخیستی، چې له امله یې اور ډير نه دی پراخ شوی.
 
سیمه ییز چارواکي وايي، اور کابو شوی او لږ زیان اوښتی دی.

د یادونې ده، چې کابو دوه میاشتې وړاندې هم په همدې بندر کې د تیلو او ګازو ټانکرو اور اخیستی و، چې میلیونه ډالر زیان یې واړاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139138

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139138/

جمهور
  https://www.jomhornews.com