۰

چین غواړي افغانستان هم د سي پیک په پروژه ورګډ کړي

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۶
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي، چې افغانستان ته هم د سي پیک یا چین – پاکستان اقتصادي کورېدور وغځوي.
چین غواړي افغانستان هم د سي پیک په پروژه ورګډ کړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي، چې افغانستان ته هم د سي پیک یا چین – پاکستان اقتصادي کورېدور وغځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اکانومي مجلې او ګلوب ټایمز ورځپاڼې د چین د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، سي پیک یوه اقتصادي طرحه ده، چې کوم درېیم اړخ نه په نښه کوي او کشمیر د مسلې په اړه پر دريځ اغېز نه لري.

که څه هم چین درېیم اړخ نه دی په ډاګه کړی، خو ښايي موخه یې امریکا او هند وي، ځکه امریکا په سیمه کې د چین له اقتصادي پرمختګ څخه په وېره کې ده او هند بیا د کشمیر پر سر له پاکستان سره له لانجې.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی ژاو لییان په پیکینګ کې خبریالانو ویلي، دوی ته دا څرګنده شوه چې افغانستان د ګوادر او د کراچۍ د بندر له لارې واردات او صادرات کوي.

نوموړي زیاته کړې چې په اوس حالت کې پاکستان او افغانستان په چټکو لارو د وارداتو او صادراتو په اړوندو مسلو خبرې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، سي پیک، د سړک او کمربند د طرحې پر اساس یوه مخکښه پروژه ده، د بنسټونو، انرژۍ، بندرونو او صنعتي پارکونو په برخو کې مهم پرمختګونه کړي او چین غواړي چې د افغانستان په شمول یې د سیمې هېوادونو ته پراخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي