د امریکا دفاع وزارت د هغو زرګونو افغانانو د احتمالي ایستلو پر پلان کار کوي، چې په تېرو دوه لسیزو کې یې افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا ته ورتګ د ځانګړو وېزو د بهیر چټکوالۍ د دې پلان یوه برخه ده، چې پر مټ یې امریکا غواړي دغه افغانان وباسي.
سي ان ان د امریکا د حکومتي چارواکو له خوبلې ویلي، که څه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه پنټاګون ته په رسمي ډول امر نه دی کړي.
خو د امریکا حکومت د کانګرس او ځینو نور ډلو د شدید فشار لاندې دی چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید هغه افغانان چې د دې ځواکونو سره یې کار کړی، وایستل شي چې د طالبانو د بریدونو نه خوندي شي.
په ورته وخت کې دغو امریکایي چارواکو چې د سي ان ان په راپور کې یې نومونه ندي اخیستل شوي، د جولای د میاشتې پورې د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو احتمال یې نه دی رد کړی.
د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن په امر د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د همدې روان ۲۰۲۱ کال د مې په میاشت کې پیل شو او د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې به بشپړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل