دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې له ۲ سوه زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښې

6 جوزا 1400 ساعت 11:57

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو او عملیاتو کې د څه باندې ۲۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو او عملیاتو کې د څه باندې ۲۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، وردګ، غزني، لوګر، لغمان، زابل، کندهار، هلمند، هرات، بلخ، جوزجان، سمنګان او کندوز هغه ولایتونه دي، چې په کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو نښتې شوې.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه نښتو کې ۱۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۵۵ ټپیان شوي او ۳ تنه هم د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزرات د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، د طالبانو ۶۸ کړۍ ماینونه یې هم شنډ او له منځه وړي دي.

طالبانو بیا تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139199

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139199/

جمهور
  https://www.jomhornews.com