د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوی یو تن غړي حفیظ منصور ویلي، طالبان له هڅې طرحې سره هوکړې ته چمتو نه دي او لا یې هم ټينګار پر جګړه دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې منصور په تازه مرکه کې ویلي، طالبان لا هم غواړي د جګړې له لارې واک ته ورسېږي او وروسته د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه د دوی یو وړاندیز هم نه دی منلی او ټینګار کوي، چې دوی یو بشپړ اسلامي حکومت غواړي.
منصور زیاتوي، طالبان په دې باور دي، چې د جګړې له لارې باید واک ته ورسېږي او د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.
خو په وینا یې په داسې حال کې، چې مشارکتي حکومت جوړول د ټولو اړخونو په ګټه دی او طالبان باید په دې پوه شي، چې د جګړو دوام او نظامي فشارونه یې بریا ته نه شي رسولی.
طالبانو د منصور د خبرو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل