امریکايي سناتورانې:

ولسمشر بایډن دې د افغان مېرمنو د حقونو خونديتوب لپاره ځانګړې استازې وټاکي

8 جوزا 1400 ساعت 8:49

د امریکا د سنا مجلس درې ښځینه غړو له ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب لپاره یو ځانګړی استازی یا سفیر وټاکي.


د امریکا د سنا مجلس درې ښځینه غړو له ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب لپاره یو ځانګړی استازی یا سفیر وټاکي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي سناتوران دغه غوښتنه په یوه لیک کې کړې او دا لیک یې سپینې ماڼۍ ته لېږلی دی.

دموکراتو سناتورانو مازي هېرونو او جېني شاهین او جمهوریپاله سناتورې سوزان کولینز په دغه لیک کې د افغان مېرمنو پر حالت ژوره خواشني ښودلې ده.

دوی ویلي، امریکا باید د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب لپاره یو ځانګړی استازی یا سفیر وټاکلي.

دغه سناتورا زیاته کړې، دا استازی به د سولې په چارو کې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ګډه کار کوي.

دې سناتورانو ولسمشر بایډن ته لیکلي: په ټوله کې د نړۍ په کچه د ښځو د اړوندو مسایلو لپاره یوه استازې یا استازی وټاکي، څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب یقیني کړي.

سناتوره مازي هیرونو ویلي، دا او نور همکاران یې پر افغان مېرمنو د را روانو حالاتو له کبله خورا زیاته اندېښنه لري او دوی له ولسمشر بایډن څخه تمه لري چې دې برخه کې یو څه وکړي.

دې ډموکراتې سناتورې زیاته کړه، دا مساله به په راتلونکي کې هم تعقیب کړي او د خپلې غوښتنې په اړه به له سپینې ماڼۍ څخه بیا-بیا پوښتنه وکړي.

دغه دریو امریکايي سناتورانو په خپل لیک کې خبرداری ورکړي، چې که د افغان مېرمنو حقونه او خوندیتوب ته لومړیتوب ورنه کړل شي، نو دا خطر شته چې د دوی راتلونکې تیاره وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139216

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139216/

جمهور
  https://www.jomhornews.com