د پکتیکا د ګیانې پخوانۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

9 جوزا 1400 ساعت 7:53

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بیار خان په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بیار خان په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه وړمه شپه د پکتیکا ولایت په سرروضې ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وايي، د ګیانې ولسوالۍ پر پخواني امنیه قوماندان د طالبانو له خوا خښ شوي ماین چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه چاودنه کې بیارخان وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

طالبانو هم د چاودنې مسوولیت اخیستی وايي، امنیه قوماندان او دوه تنه نور یې ورسره وژلي دي.

بیار خان د پکتیکا ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د قوماندان په توګه نده تر سره کړې خو اوس په سروروضې کې د ساتمن په توګه په دنده بوخت وو.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 


د مطلب کود: 139237

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139237/

جمهور
  https://www.jomhornews.com