لغمان کې یو ملا امام او ننګرهار کې دوه ملکیان وژل شوي

9 جوزا 1400 ساعت 8:00

سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې یو ملا امام په ډزو وژل شوی او دغه راز ننګرهار کې بیا ماین چاودنې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې یو ملا امام په ډزو وژل شوی او دغه راز ننګرهار کې بیا ماین چاودنې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون شنبې د غبرګولي ۸ مه د لغمان په مرکز مهترلام او د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د لغمان مطبوعاتي دفتر وايي، وسله والو کسانو تېره شپه د مهترلام په ګومین سیمه کې د قاري غورځنګ په نوم یو ملا امام په ډزو وژلی دی.
چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

بل خوا د لغمان ګاونډ ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي او یو بل ټپي دی.

د ننګرهار چارواکو هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بیار خان هم د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د لغمان او ننګرهار د پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د ګیانې د پخواني امنیه قوماندان د وژل کېدو مسوولیت طالبانو اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار


د مطلب کود: 139238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com