د البېروني پوهنتون د استادانو په موټر چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

9 جوزا 1400 ساعت 8:08

کورنیو چارو وزارت وايي، پروان ولایت کې د البېروني پوهنتون د استادانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۱۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، پروان ولایت کې د البېروني پوهنتون د استادانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۱۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د غبرګولي ۸ مه مازیګر مهال د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې د پوهنتون د استادانو په موتر شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه چاودنه کې د یاد پوهنتون څلور استادان وژل وشي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ټپي کسان هم د پوهنتون استادان او محصلین دي او دا کار یو نه بښل کېدونکی جنایت دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 


د مطلب کود: 139239

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139239/

جمهور
  https://www.jomhornews.com