د امریکا ولسمشر جوبایډن له خوا په وړاندیز شوې بودجه کې بودجه کې ۳.۳ میلیارد ډالر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړي شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن د ۲۰۲۲ کال لپاره ۷۱۵ میلیارد ډالر دفاعي بودیجې وړاندیز کړې او په اړه یې معلومات ورکړي دي.
په دغه بودجه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ۳.۳ میلیارد ډالر ځانګړي شوي، چې د تېر کال په پرتله یو څه زیاته ده.
راپورونه وايي، که د امریکا کانګرس دا بودجه تصویب کړين و په دې پیسو به څه باندې ۳۵۰ زره افغان ځواکونو روزنه، تجهیر او د تاسیساتو رغول وشي.
بل خوا د پوځي برخې روزونکو هم په افغانستان کې د جګړې مستقیمو لګښتونو لپاره ۸.۹ میلیارد ډالر غوښتي دي چې دا اندازه بیا د تېر مالي کال څخه شاوخوا څلور میلیارد ډالر کمه ده.
له دې سربېره به افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم ډېرې مرستې ترلاسه کړي.
دغه وزارت د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره له افغانستان سره د ۳۶۰ میلیون ډالرو مرستو وړاندیز کړی دی چې دا د تېر مالي کال د مرستو په پرتله ۳۴ میلیون ډالر زیات دي.
دې وزارت ویلي، دا مرستې به د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاقو د مخنیوي او د ښځو د حقونو په ساتنه کې ولګول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل