۰
ولسمشرغني:

د سولې په برخه کې یوې لازمې اجماع ته رسېدلي یوو

یکشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت د سولې په برخه کې یوې لازمې اجماع ته رسېدلی او په دې اړه به د خلکو له بېلا بېلو اقشارو سره سلا مشورې دوام ولري.
د سولې په برخه کې یوې لازمې اجماع ته رسېدلي یوو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت د سولې په برخه کې یوې لازمې اجماع ته رسېدلی او په دې اړه به د خلکو له بېلا بېلو اقشارو سره سلا مشورې دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون شنبې د غبرګولي ۸ مه ماښام ارګ کې د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې له مسوولینو سره کتنه کې وکړې.

په دغه ناسته کې کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن هم و او په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې د فعالیتونو ارزونه وشوه.
 
د یو اېس اې آی ډي مسوولینو افغانستان کې د دیموکراسۍ، له فساد سره د مبارزې په ګډون د حکومتولۍ، د روغتیا او پوهنې سکتورونو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو د لازیات ملاتړ په برخو کې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه، معلومات وړاندې کړل.

دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ او دغه راز د سولې، او افغانانو ته د اساسي خدمتونو وړاندې کولو او بشردوستانه مرستو په برخه کې د همکاریو او مرستو ژمنه وکړه.
 
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې د افغان حکومت لومړیتوب د اوبو مدیریت او د کرنې پراختیا او همداراز پر پروسس او صادراتو تمرکز دی.

هغه زیاته کړه«ولسي تړون زموږ موخه ده، موږ به پرافغاني تولیداتو زیات تمرکز وکړو او د اساسي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې باید ستاسې مرستې نتیجه محوره وي.»
 
خو ټینګار یې وکړ، چې د خدمتونو وړاندې کول باید اولویت بندي او پکې د ټولنې پر درې اقشارو چې ښځې، ځوانان او بې وزلي پکې شامل دي وي.

افغان ولسمشر د خپلو خبرو پای کې زیاته کړه، چې د سولې په برخه کې یوې لازمې اجماع ته رسېدلي یوو او په دې اړه به د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره زما د مشورو لړۍ دوام ومومي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي