۰

په تېره یوه میاشت کې ۷۷۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۱
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو او چاودنو کې ۷۷۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېره یوه میاشت کې ۷۷۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو او چاودنو کې ۷۷۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین خبريالانو ته و ویل، د طالبانو به بریدونو کې ۲۴۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۲۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي، طالبانو له ملکي اهدافو د سپر په توګه کار اخلي، ملکي اهداف په نښه کوي، نو ځکه دغه ډله د ملکي تلفاتو مسوله او دا کارونه یې جنګي قوانینو کې جنایت بلل کېږي.

ارین په دې اړه نور جزیات ورنه کړل خو وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ډېره پورې د طالبانو د دغه جنایتونو ځواب ویلی دی.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې د ملکي وګړو په تلفاتو کې د خپلو جنګیالیو لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي