۰

امریکا کې وسله وال برید ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
راپورنه وايي، امریکا کې درې تنه وسله والو پر خلکو ډزې کړې او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
امریکا کې وسله وال برید ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورنه وايي، امریکا کې درې تنه وسله والو پر خلکو ډزې کړې او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې خلک یو کنسرت ته په تمه و.

د میامي پولیس وايي، درې وسله والو په خلکو ناتار ډزې کړې، چې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي، په ټپیانو کې د ځينو روغتیایي حالت نازک دی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

دا په تېرو دوه اونیو کې درېیم ځل دی، چې امریکا کې دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي