کمانډویانو دا ځل کندوز کې د طالبانو زندان مات کړی

10 جوزا 1400 ساعت 10:01

ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ کمانډو ځواکونو کندوز کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او پنځه زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ کمانډو ځواکونو کندوز کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او پنځه زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کمانډویانو تېره شپه د کندوز ښار د قوش تپه په سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه و وهله.

په خبرپانه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې زندان مات او پنځه تنه زندانیان ترې راخوشي کړل شوي دي.

ملي دفاع وزرات وايي، په دې عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان هم وژل شوي، ۸ تنه د کمانډو له خوا نیول شوي، وسلې، مهمات او یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

د یادونې ده، چې په تېرو کابو دریو اونیو کې دا څلورم زندان دی، چې کمانډو ځواکونه یې ماتوي.

کمانډویانو تر دې وړاندې دوه زندانه په بغلان او یو بل په هرات کې مات کړي و، چې د لسګونو نظامیانو په ګډون یې کابو ۱۰۰ تنه زندانیان ترې راخوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139285

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139285/

جمهور
  https://www.jomhornews.com