د بغلان په امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی دی

11 جوزا 1400 ساعت 9:35

پولیس تاییدوي، چې د بغلان ولایت پر امنیه قوماندانۍ موټر بم ځانمرګی برید شوی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.


پولیس تاییدوي، چې د بغلان ولایت پر امنیه قوماندانۍ موټر بم ځانمرګی برید شوی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۰ مه ماښام مهال رامنځ ته شوی دی.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت وايي، طالبانو د هاموي ټانک موتر په واسطه په امنیه قوماندانۍ ځانمرګی برید کړی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 


د مطلب کود: 139315

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139315/

جمهور
  https://www.jomhornews.com