بدخشان کې ترافیکي پېښې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

11 جوزا 1400 ساعت 11:03

سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تن ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تن ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۰ مه له غرمې مخکې د بدخشان ارغنخواه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، د ولسي وګړو صرف موټر له ارغنخواه ولسوالۍ د مرکز فیض آباد په لور روان و، چې په لار کې له سړکه واوښته او چپه شو.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې درې مېرمنې او یو ماشوم شامل دي او په ټپیانو کې بیا یو ماشوم شامل دی.

دی وايي، د پېښې ټپیان د برهان الدین رباني روغتون ته وړل شوي، چې څلور رخصت او پنځه تنه لا هم روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 


د مطلب کود: 139326

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139326/

جمهور
  https://www.jomhornews.com