کرکټ: اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې شهیدي وټاکل شو

11 جوزا 1400 ساعت 11:09

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په یوه اقدام کې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمسشر اصغر افغان له خپلې دندې لرې کړی دی.


د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په یوه اقدام کې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمسشر اصغر افغان له خپلې دندې لرې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ د اصغر پر ځای د یو ورځنیو او ټسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی یې مرستیال کپتان ټاکلی دی.

کرکټ بورډ د شل اوریزه لپاره تر اوسه لوبډلمشر نه دی ټاکلی خو په خبرپاڼه کې وايي، دا کار به هم ژر وکړي او راشد خان د شل اوریزه مرستیال کپتان ټاکل شوی دی.

خبرپاڼه کې د افغان د لرې کېدو لامل دا په ګوته شوی، چې د بورډ په وینا د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې ځينې ناسمې پرېکړې کړې دي.

بل لور ته د کرکټ بورډ د بشري سرچينو رئيس نثار احمد افغان له يادو بدلونونو سره هم مهاله له خپلې دندې استعفاء کړې ده.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې په بورډ کې د ناسمو کارونو او په ځانګړي ډول د بشري سرچينو په کارونو کې د شته رهبرۍ غير قانوني لاسوهنو له کبله استعفاء کوي.

د يادونې وړ ده، چې اصغر افغان تر دې وړاندې هم يو ځل له لوبډلمشرۍ ګوښه شوی وو، چې په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې له پرلپسې ماتو وروسته د کرکټ بورډ د رهبرۍ په بدلېدو يو ځل بيا د ټولو فارمټونو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139327

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139327/

جمهور
  https://www.jomhornews.com